IQNA

  د افغانستان  په بلخ کې د دیني مدرسې او جومات جوړولو کار پیل شو

10:04 - May 06, 2025
د خبر لمبر: 3491068
ایکنا - د افغانستان د امر بالمعروف او نهي عن المنکر  د وزارت د کارکوونکو په شتون کې د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې او جومات د جوړولو کار پیل شو.

 ایکنانیوز  د باختر خبري اژانس په حواله راپور راکړ، د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوی نورمحمد حقاني د دې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل: تر اوسه په سلګونو مذهبی مدرسې او جوماتونه د خلکو او د طالبانو دحکومت د مسؤلانو په مرسته په هېواد کې جوړ شوي دي.

حقاني مذهبی مدرسې او جوماتونه د علومو، پرمختګ او ټولنیزې ودې مرکزونه وبلل او ټینګار ئې وکړ چې په تېرو شلو کلونو کې د مدرسو او جوماتونو لپاره هیڅ خدمت نه دی شوی.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ  یوه عالم، مولوی محمدالله سباوون، وویل چې د دغې مدرسې او جومات د جوړولو کار د اسلامي امارت د لومړۍ دورې په حاکمیت کې پیل شوی و، خو د نیواکګرو  د مداخلې له امله ودرول شو.

هغه زیاته کړه: اوس د اسلامي نظام د حاکمیت او د خلکو د ملاتړ په مرسته د دغو ځاونو جوړولو کار بیا پیل شوی دی.

د هغه په وینا، په دې پروژې کې  د یوه جومات او یوې مذهبی مدرسې جوړول شامل دي چې په څلور جریبه ځمکه کې به د لس میلیونه افغانیو په لګښت، د ځاي  خلکو او د هېواد د سوداګرو په مرسته جوړ شي.

په ورته وخت کې، د بلخ اوسیدونکو د دې اقدام هرکلی کړی او د دغه جومات او مدرسې جوړول ئې د دغې سیمې د ځوانانو د پوهاوي لپاره مهم ګام بللی دی. 

https://iqna.ir/fa/news/4280393

captcha